کندز کې طالبانو ښوونځي تړلي

comments 0

3 Views

هندوکش-کندز: کندز کې اوس هم له دوه سوو زیات ښوونځي تړلي چې زرګونه زده کوونکي يې له زده کړو پاتې کړي.
کندزیان په جګړه کې له ښکیلو غاړو غواړي چې پوهنه دې د سیاسي اهدفو لپاره مه وژني او ښوونځیو ته دې د فعالیت اجازه ورکړي.
د پوهنې ریاست وایي، له قومي مشرانو سره یو ځای یې کار پيل کړی چې تړلي ښوونځي پرانیزي.
د پوهنې ریاست وايي، کار کوي چې تړلي ښوونځي پرانیزې او یو ځل بیا زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
طالبانو بیا په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دوشنبې په ورځ یې تړل شویو ښوونځیو ته اجازه ورکړې چې کار پيل کړي.
نجیبه سروری

Share this page to Telegram

Comments