کندز کې طالبانو مهم مشران وژل شوي

comments 0

هندوکش – کندز: کندز کې له تیرې شپې افغان او امریکايي ځواکونو په ګډه د طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عملیات پيل کړي.

دا عملیات د ګلتیپې ولسوالۍ په بیلا بیلو سیمو کې شوي دي چې ښکیلو لوریو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

باوري امنیتي سرچېنو ویلي، دغو نښتو کې تر شلو طالبان وژل شوي چې مهم مشران یې هم پکې شامل دي.

وژل شوي کسان هغه ډله ده چې تازه له پآکستان څخه د پسرلني جګړې لپاره راغلي و.

نجیبه سروري

Comments