کندز کې د یوه طالب قوماندان په ګډون ۸ تنه طالبان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ــ کندز: د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ وسلوالو طالبانوغوښتل د یاد ولایت په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه وکړي، چې په پایله کې افغان ځواکونو بریدونه بیرته په شا وتمبول او طالبانو ته یې زیاته مرګ ژوبله اړولې ده.
چارواکي وايي، چې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو په نښته کې د یوه طالب قوماندان په ګډون ۸ تنه وژل شوي او ۶تنه ټپیان شوي دي.
دوی زیاتوي، چې په یاده نښته کې د طالبانو یو عراده موټر هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلی دي.
نجیبه سروري

Comments