کندز کې د پولیو واکسین لړې پیل شوه

comments 0

هندوکش – کندز: د کندز ولایت نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې نن له غرمې مخکې یاد ولایت کې څلور سوه زرو ماشومانو ته د واکسین د تطبیق پروسه پیله شوه.
خبر کې راغلي چې، یاد پروګرام به پنځه ورځې دوام وکړي چې له مخې به یې مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا پنځه سوه زره ماشومانو ته د پولیو او ویټامین ای واکسین تطبیق کیږي.
یاده لړۍ د کندز والي عبدالجبار نعیمي لخوا له هغه وروسته پیله شوه چې نوموړي دوو ماشومانو ته د واکسن دوه حاکې په خولې کې ورکړې.
د کندز والي رسنیو پر وړاندې په یادې غونډې که وویل چې، هر وګړی مسؤلیت لري چې د دغه روغتیايي کمپاین د ښه ترسره کیدو په موخه فعاله ونډه واخلي..
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې کابل په ګدون نورو ولایتونو کې هم دا لړې پیل شوې وو چې له امله یې زرګونو ماشومانو ته د واکسین دوه څاڅکې ورکړل شوي دي.
نجیب سروري

Comments