کندز کې د نامسووله وسله والو یو قومندان نیول شوی

comments 0

هندوکش – کندز: افغان ځواکونو کندز کې د نامسووله وسله والو قوماندان نیولی دی.
نقیب الله چې په فدايي مشهور و، له خپلو څوو وسله والو سره تېره شپه په خان اباد ولسوالۍ کې نیول شوی.
په فدايي تور دی چې په غلاوو، سړي تښتونې، د عشر او ذکات په ټولولو کې لاس لري.
وړمه ورځ هم افغان کومانډو ځواکونو د متینک په نوم د نامسووله وسله والو یو قوماندان نیولی و.
نجیبه سروري

Comments