کندز کې د طالب وسله والی ډلې تر پنځوس ډیر تونلونه کشف شول

comments 0

هندوکش – کندز: د افغان کماندو ځانګرو ځواکونو په عملیاتو کې د طالب وسله والې ډلې ترپنځوس ډیر تونلونه اما صاحب ولسوالۍ کې کشف او له منځه وړل شوي دي.
د کومانډو لسم کنډک قوماندان محمدعلې احمدي رسنیو ته ویلي، د دغو تونلونو کشف بې‌مخینې کار و او په‌دی سره به تر ډېره د طالبانو د بریدونو او فعالیتونو مخه ونیول شي.
د نوموړي په وینا، افغان کماندو ځواکونو په ۵ ورځنیو عملیاتو په ترڅ کې یې دا تونلونه ړنګ کړي‌دي.
طالب وسله والې ډلې یاد تونلونه په ګنبد، قرغیز، جوی‌بېګم‌، کنجک، قرغان‌تپه او نواباد کلیو کلیو کې جوړ کړي‌وو.
ښاغلي احمدي زیاته کړه، طالبانو د دغو تونلونو له لارې په ډېرې اسانۍ سره له یو کلي نه بل کلي ته په نقلیه وسایطو لکه موټر سایکل تګ ـ راتګ کولو.
د ده په خبره، دا د دې وسله‌والې ډلې له لوري بې‌ساري لوی وهل شوي تونلونه وو.
په دې اړه بیا د امام‌صاحب ولسوال محبوب‌الله وویل، ډېر هغه کلې پاک شوي چې شاوخوا ۳ کاله د طالبانو په ولکه کې وو.
دا په داسې حال کې ده چې افغان امنیتي ځواکونو کندز په ګدون ځینو نورو ولایتونو کې هم د طالب ضد پراخ عملیات په لاره اچولي چې ډیرې طالب وسله واله پکې وژل شوي دي.
نجیبه سروري

Comments

Leave a Reply