کندز کې د طالبانو مشهور قوماندان ملاسرور په ګدون 5 تنه وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کندز: د کندز امنیتي چارواکو په وینا، د افغان امنیتي ځواکونو په ګدو عملیاتو کې طالب وسله والې ډلې مشهور قوماندان ملا سرور او اعتمادي کسان یې وژل شوي دي.
امنیتي ځواکونه زیاتوي، عملیات د کندز ولابت په آقتاش کې شوي د ملاسرور په نوم طالب قومندان چې په ترابي مشهور وو له څلورو تنو سره يو ځای وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د آقتاش په باسوس کې د عملیاتو په لړ کې د طالب ترهګرو يو مرکز له منځه وړل شوی دی او د بهرني طالب په ګدون د پنځو تنو جسدونه په سیمه کې پاتې شوي دي.
نجیبه سروري

Comments