کندز کې د طالبانو برید طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش – کندز: په کندز کې سرچینې وایی چې وسله والو طالبانو په کندوز کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي.
د سرچینې په وینا، په پېښه کې د طالب وسله والې ډلې ګن شمیر جنګیالي وژل شوي او ډیرې هم ټپیان شوي دي.
د کندوز امنیتي سرچینې وایي چې بریدونه پرون د امام صاحب ولسوالۍ په دوو بېلو سیمو کې شوې ده.
دکندوز د ولایتي شورا غړی غلام رباني رباني پېښه تاییدوي خو یوازې د شلو طالبانو د وژل کېدو خبره کوي.
بلخوا راپورونه وايي چې د بدخشان په څو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي.
طالبانو هم په دې اړه تردې دمه څه نه دي ویلي خو د یادونې وړ ده چې تردې مخکې د طالبانو په بریدونو کې ډیرې طالبان وژل شوي دي.
نجیبه سروري

Comments