هندوکش – کندز: د پامیر ۱۴ تصفیوي عملیاتو په لړ کې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو ۵۲ تنه مړه او ۴۱ تنه ټپیان شوي دي.
د کندز امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحمید حمیدي رسنیو ته وویل:«د عملیاتو له پیله تر اوسه ۵۲ وسلهوال مخالفين وژل شوي او ۴۱یې ټپیان شوي چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو درې مهم قوماندانان عبدالحمید، محمد او نذیر محمد شامل دي او یو شمېر کلي هم د طالبانو له شتونه تصفیه شوي دي».
په شمال ختیځ زون کې د پامیر د ۲۰مې فرقې د ارکان رئیس سید قربان موسوي، د امام صاحب ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به دغه ولسوالۍ د طالبانو له وجوده پاکه شي، څو خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي.
د نوموړي په وینا په دې عملیاتو کې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نهدی رسېدلی.
د یادونې وړ ده چې کندز کې اوسمهال افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې کورنۍ طالبانو ترڅنګ روسي مشاورین، پاکستاني طالبان او داسې نورې دلې هم جګړه کوي چې سختې ماټې سره مخ شوي دي.
ننګیالۍ کوهنورد
کندز کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۵۲ طالب وژل شوي دي

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.