کندز کې د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي برید کې پنځه طالب وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندز: کندز نه د هندوکش خبري څانګي خبریال وایي چې د امنیتي ځواکونو په هوایي برید کې پنځه طالب وسله وال وژل شوي دي.
یاد عملیات د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې یادو عملیاتو کې د طالب وسله والې ډلې څلور تنه ټپیان شوي هم دي.
دغه برید د وسله والې ډلې پر پتنځاې ترسره شوې چې د امام صاحب په قرغز کلي کې شتون درلوده.
ویل کیږي چې دغه برید کې د وسله والو ډلو یو ستر زیرمتون هم له منځه تللې دې.
پیښې په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې ولسي جرګې کې د قندوز د خلکو استازي ویلي وو چې کندز ته تاجکستان له لارې روس طالب وسله والې ډلې ته سلاح او مهمات استوي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply