کندز کې د اسونو غوښې په تړاو اته کسان نیول شوي

comments 0

هندوکش – کندز: کندز کې د لیلیې محصلین ادعا کوي چې له تیرو څوارلس ورځو راهیسې پرې قراردادیانو د خرو غوښې خوړي دي.
محصلین وایي، د کندز پوهنتون قرار دادیان دې عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
د کندز د امنیت ریس سید انور شاه سادات او د پوهنتون ریس خیبر سیفي محصلینو سره ژمنه کړې چې په دې اړه به پلټنې وکړي او که قراردادیان پړ وبلل شي، څارنوالۍ ته به یې معرفي کړي.
د کندز امنیه قوماندانۍ وایي، قراردادیانو محصلینو ته د خره نه، بلکې د اسپ غوښه ورکړې او تر اوسه یې اته قراردادیان نیولي دي.
نجیبه سروري

Comments