کندز کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته

comments 0

هندوکش ــ کندز: د کندز ولایت په دشت ارچي، خان اباد او امام صاحب ولسوالیو کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د یوې ضد حملې په ترڅ کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
په دې ضد حمله کې د قاري حافظ په ګډون چې د ترهګرو طالبانو یو سیمه ییز قومندان و، ۲۴ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي دي.
په ډېر تأسف سره چې له خاورې د سپېڅلې دفاع په لار کې دوه سرتېري شهیدان شوي او څلور نور ټپيان دي.
ترهګر طالبان پدې سیمه کې له ماتې وروسته تښتېدلي دي.
نجیبه سروري

Comments