کندز کي د دولت ضد 19 تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش-کندز: د شمال ختیځ زون ویاند محفوظ الله اکبري وایې چې کندز کې د دولت مخالفو دلو ۲۷ تنه د امنیتي ځواکونه په یو لړ عملیاتو کې مړه شوي دي.
نوموړي رسنیو ته وویل:« دغه پلان شوي عملیات د ائتلاف قواوو په همغږي د کندز ولایت په تلوکه سیمه کې په لاره اچول شوي وو چې هوایې ملاتړ یې هم درلوده».
نوموړي زیاته کړه چې «دغه عملیاتو کې د دولت مخالفینو ۱۹ تنه مړه او ۸ تنه زخمیان شوي دي».
بل خوا ددې پېښې په اړه ددولت مخالفینو بیا څه نه دي ویلي.
دا ټول په داسې حال کې ترسره شوي چې دولت د مخالفینو پر وړاندې د کندز په شمول بغلان، فاریاب، غور او لغمان کې پراخ عملیات په لاره اچولي دي.
توریالی سحر

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply