کندز ولایت کې ۷تنه وسلوال له طالبانو سره اړیکو په تور نیول شوي دي

comments 0

هندوکش – کندز: په کندز ولایت کې دافغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۷تنه وسلوال دطالبانو سره داړیکو په تور نیول شويدي.
دیاد ولایت ځايي چارواکي وايي، چې نیول شوي وسلوال دکندز ولایت په اتمه ناحیه کې نیولي دي او دنورو تحقیاتو لپاره ملي امنیت ته سپارل شوي دي.
چارواکي زیاتوي،چې له نیول شوو وسلوالو څخه یو شمیر سپکې او درنې وسلې دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
چارواکي وايي دافغان ځواکونو له لوري له دوه اونیوراهیسې دکندز ولایت په شمالي برخه کې عملیات روان دي، ترڅو له ګڼ شمیر سیمې په خپله ولکه کې راولي.
نجیبه سروري

Comments