کندز ولایت کې د طالبانو د وسلو یوه زیرمه له منځه یوړل شوه

comments 0

هندوکش ــ کندز: د کندز ولایت په مرکز کې افغان ځانګړو ځواکونو تصفیوي عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې یې د طالبانو د وسلو او مهماتو یوه زیرمه، چې په کې ډول، ډول وسلې موجودې وې له منځه وړل شوې دي.
د یاد ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې په ترسره شوو تصفيوي عملیاتو کې د طالبانو د وسلو د ډیپوه د له منځه وړلو سربیره یو تن طالب وسلوال وژل شوی دی.
طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
نجیبه سروري

Comments