کندز ولایت کې د طالبانو د وسلو او مهماتو یوه ډیپوه له منځه یوړل شوه

comments 0

هندوکش ــ کندز: د کندز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې افغان ګډو ځواکونو عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې دطالبانو د وسلو او مهماتو یوه زیرمه، چې په کې مختلفې سپکې او درنې وسلې موجودې وې له منځه وړې دي.
د کندز ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې د طالبانو فعالیتونه د پخوا په پرتله کمزوري شوي او له افغان ځواکونو سره هره ورځ په جګړه کې وژل کیږي.
چارواکي زیاتوي، چې په ورته وخت کې د کندز ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱تنه طالب وسلوال نیول شوی دی.
نجیبه سروري

Comments