کندز: طالبانو خپلمنځي نښته کړې

comments 0

هندوکش – کندز: راپورونه وایي، کندز کې د طالبانو ترمنځ خپل منځي جنجال په وسله واله جګړه اووښتی چې مرګ ژوبله هم لري.
شمال کې دوه سوه او نهه شاهین قول اردو وایي، نښته تېره ورځ ناوخته چاردرې ولسوالۍ کې شوې ده.
د شاهین قول اردو د مالوماتو له مخې په جګړه کې د طالبانو یو سرګروپ معلم شېر وژل شوی او یو بل ټپي دی.
ځايي خلکو هم تایید کړې چې د طالبانو ترمنځ د باج اخیستو پرسر جنجال راپورته شوی چې پر یو بل یې ډزې کړي دي.
نجیبه سروري

Comments