کندز: زندانیانو خوشحاله دي

comments 0

22 Views

هندوکش – کندز: کندز کې د زندانیانو لپاره داسې پروګرامونه ترلاس لاندې نیول شوي چې له زندانه په آزادېدو سره باید پر ټولنه بار نه بلکې د ټولنې خدمتګار واوسئ.
د کندز پولیسو په زندان کې زندانیانو ته بېلا بېلې حرفوي او مسلکي زده کړې ورکول کېږي.
خیاطي، نجاري، کمپيوټر، لاسي صنایع نورې ډیرې حرفې د کندز په زندان کې شته چې زندانیان کولای شي له دې فرصت ګټه واخلي او له زندان څخه د خلاصیدو پورې یو کار زده کړي.
زندانیان هم راضي دي چې ټولنې ته په ورګرځېدو سره به خپل کارو بار پیل کړي.
اوس د کندز په زندان کې ډیری زندانیانو د حرفو زده کړې ته مخه کړې چې له یوې خوا یې ورځ ښه تیریږي او له بلې خوا یې له دې درکه عاید هم په لاس ورځي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments