کندز: د طالبانو برید کې ښځې او ماشومان ټپيان شوي

comments 0

هندوکش – کندز: د کندز ښار اړوند سیمه کې طالبانو هغه مهال د هوان بریدونه کړي چې کنمو سیمه کې افغان ځواکونه په عملیاتو بوخت و.

د کندز پولیس وایي، د طالبانو په دې برید کې یوه ښځه او یو ماشوم په خپل کور کې ټپيان شوي دي.

د افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې بیا دوه طالبان وژل شوي دي.

دې سیمه کې طالبانو په خلکو سخت ظلمونه پيل کړي او له افغان ځواکونو غوښتنه کیږي چې طالبان وشړي.

د عملیاتو پرمهال ۱۵ شکمن کسان هم افغان ځواکونو نیولي او پلټنې ترې روانې دي.

کندز ښار اړوند سیمو کې عملیات روان دي چې هغه ګواښونه له منځه یوسي چې خلک یې ډار کړي دي.

اوس له ډيرو سیمو طالبان شړل شوي او یا وژل شوي دي چې وضعیت یې ډاډمن شوی دی.

نجیبه سروري

Comments