کندز ته د طالبانو نومول شوې والي مرستیال امنیتي ځواکونو برید کې ووژل شو

comments 0

هندوکش – کندز: د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي برید کې د کندز ولایت د طالبانو نومول شوې والي مرستیال وژل شوې دې
کندز نه امنیتي سرچينې وایي مولوي نورالدین تیره ورځ د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي برید کې هغه مهال ووژل شو چې موتر کې ناست مولوي نورالدین یوې سیمې نه بلې سیمې ته سفر په حالت کې وه.
د شمال ختیځ زون د پولیسو مشر خلیل الله ضایي خبري رسنیو ته وویل د هغه سربیره د چاردرې د ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال او ځیني نور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
طالب وسله والې ډلې دغه ادعاد رده کړې خو وایي په شمال کې د دوی ځواکونو په ځینوسیموکې پرمختګ کړی دوی دهمدې امله دکندز دوالي مرستیال دوژلو خبر اعلان کړې چي په ځواکونوکې دهغوی رول اوهیبت راټیټ کړي.
شاه رسول غزنوي

Comments

Leave a Reply