کندز او هرات کې د حکومت په ملاتړ غونډې

comments 0

هندوکش – کندز: کندز کې یو شمېر خلک د سولې په ملاتړ راوتلي و او له افغان حکومت یې غوښتنه کوله چې د سولې ابتکار دې خپل لاس کې ونیسي.

کندز کې دیني عالمانو ټینګار کړی چې د سولې او اوربند لپاره دې د ممبر له لارې غږ پورته شي.

ټینګار دا شوی چې طالبان دې د امریکا تر څنګ له افغان حکومت سره هم خبرو ته کیني.

له دې سره هرات کې له حکومت په کلکه غوښتنه شوې چې نور دې اجازه نه ورکوي چې هره سیمه کې د واک جزیرې وي.

هراتیانو دغه راز له افغان ځواکونو غوښتي چې له ټولو قانون ماتوونکو سره دې یو ډول چلند وکړي.

هرات کې مدني بنسټونو او قومي مشرانو د سولې د خبرو ملاتړ کړی، خو دا خبرې باید د افغانانو په مشرۍ وي.

نجیبه سروري

Comments