کندز او سرپل ولایتونو کې د دوو خونړیو بریدونو مخنیوی تر سره شو

comments 0

هندوکش ـ کابل: کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې د ملي پولیسو منسوبینو په کندوز او سرپل ولایتونو کې دوه جلا کشفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د دوه کړۍ ماینونه چې د وسلوالو طالبانو لخوا ځای پر ځای شویو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
وزارت وايي، چې ترهګرو یاد ماینونه په تازه‌ګۍ سره د کندوز ښار د څلورمې امنیتي حوزې د “سر دورې” سیمې پر سړک او همدارنګه د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په “انګشکه” کلي کې ځای پر ځای کړي وو.
وزارت زیاته کړه، چې د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ترورېستي پېښو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدلې، مخنیوی شوی دی.
عبید رادپور

Comments