کندز: انسان تښتوونکو انديښنې راپورته کړي

comments 0

هندوکش – کندز: د کندز خلک وايي، له ښار څخه په تېره یوه میاشت کې څلور کسان د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوي او تر ننه نادرکه دي.
خلک په ځایي چارواکو نیوکه کوي چې د انسان تښتوونکو پروړاندې جدي ګامونه نه پورته کوي.
ښاریان پر نامسووله وسله والو باندې تور پورې کوي چې د ښار په ځینو ساحو کې ګرځي او د ښار امنیت یې ګډوډ کړی دی.
له دې سره والي په یوه غونډه کې امنیتي مسوولینو ته جدي لارښوونه کړې د انسان تښتوونکو مخه ونیسي.
د کندز والي عبدالجبار نعیمي منلې چې ښار کې انسان تښتونکي بریالي کیږي چې کسان وتښتوي، خو په دې تړاو یې خلکو ته ډاډ ورکړی چې کسان به ونیسي او د قانون منګلو ته به یې وسپاري.
نجیبه سروري

Comments