کندزکې په یوه هوايي برید کې ۴تنه طالبان ووژل شول

comments 0

هندوکش ــ کندز: په کندز ولایت کې دافغان هوايي ځواکونو په عملیاتو کې ۴تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي،چې د افغان هوايي ځواکونو په عملیاتو کې د۴ تنو وسلوالو طالبانو په وژل کیدو سربیره د دوی د وسلو او مهماتو یوه مهمه ډیپوه او د طالبانو پوځي مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
دوی زیاتوي، چې په ترسره عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
نجیبه سروري

Comments