کمشنران ممنوع الخروج شول

comments 0

هندوکش – کابل: لویې څارنوالۍ د ټاکنیزو کمېسیونونو ۱۲ ګوښه شوي غړي ممنوع الخروج اعلان کړي.
لویې څارنوالۍ یو پلاوی ټاکلی څو هغه قضیې وڅېړي چې د دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو مسؤلینو له دندې ناوړه ګټه پورته کړې.
لویې څارنوالۍ اعلامیه خپره کړې چې په کې لیکل شوي، د هر اړخیزو څېړنو د بشپړولو لپاره د ټاکنیزو کمېسیونونو د رئیسانو په ګډون د دغو کمېسیونونو ۱۲ ګوښه شوي غړي ممنوع‌ الخروج دي.
لویه څارنوالي به دغه قضیه د قانون له مخې په خپلواکه او بې ‌پرې توګه وڅېړي او پایلې به ‌یې له خلکو سره شریکې کړي.
تیره ورځ د ټاکنو قانون د طرحې د تعدیل له توشېح وروسته ارګ اعلان وکړ چې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي له دندې ګوښه شول.
ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې، د ټاکنیزو کمېسیونونو د دارالانشا رئیسان بیرته په موقت ډول د دغو کمېسیونونو د سرپرست په توګه وټاکل.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments