کمشنران له دندو لیرې کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: ټاکنیز کمېشنران وایي، که د قانون له مخې له دندو ګوښه کېږي، مني یې.
د ټاکنو کمېسیون کمېشنر حفیظ الله هاشمي ويلي، که د کمیشنرانو لېرې کول د قانون له مخې تر سره شي، دوی ته د منلو وړ ده.
هاشمي د حکومت د هغې خبرې په غبرګون کې چې ویلي یې دي، د ټاکنو کمېسیون کمیشنران بدلوي، په قانوني بڼه غاړه ږدي.
ویل کېږي، د ولسي جرګې د ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان وروسته به د ټاکنو کمېسیون اوسني غړي له دندو ګوښه شي.
نړیوالې ټولنې، کابل کې د امریکا سفارت او افغان حکومت منلې چې د ولسمشریزو ټاکنو د مدیریت لپاره کمېشنران بدل کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments