کمشنرانو د ولسمشر په پریکړه غبرګون وښود

comments 0

هندوکش – کابل: ټاکنیزو کمېسیونونو د دولت پریکړه غیرې قانوني بللې ده .
د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونو د ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر چې نوماند هم دی نه شي کولای چې په ټاکنیزو کمېسونونو کې بدلون راولي.
په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې د اساسي قانون په ۱۰۹ ماده کې ویل شوي چې د ملي شورا په وروستۍ تقنیني دوره کې د قانون تعدیل جواز نه لري.
کمېشنرانو نیوکه کړې چې ګنې د دولت مشرانو هڅه کوله چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي خو دوی یي مخینیوی کړی دی اوس د تعدیل په لټه کې دي.
کمېشنرانو تور پوری کړې چې ګنې دولت غواړي له دې لارې د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډوي او ولس دې خبر وي چې ټاکنې د چنګاښ پر ۲۹ مه نه کېږي.
دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو دولت ننګولی چې د ټولو شته ادعاو د سپیناوي په موخه ورسره یوې مناظرې ته چمتو شي .
د ولسي جرګې په سلګونه معترضه نوماندان هم ټاکنیز کمېسیونونه په فساد او ناغیړۍ تورنوي او د محاکمې غوښتنه یي کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments