کمانډو ځواکونو غزني کې پرمختګ کړی

comments 0

هندوکش – غزني: له بل لوري له غزني تازه راپورونه دي چې کومانډو او ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې پرمختګ شوی او د ښار له ځينو سیمو طالبان په شا تمبول شوي دي.
د راپورونو له مخې تیره ورځ له دوو بجو وروسته کومانډو او ځانګړو ځواکونو عملیات پیل کړي چې د ښار بزاز، سینما واټ، د موی مبارک څلور لاره له طالبانو نیول شوې او د امنیه قوماندانۍ له ودانۍ طالبان یو کیلومتر په شاه شوي دي.
له بل لوري د غزني مرکزي روغتون مشر باز محمد همت بیا د مرګ ژوبلې د زیاتیدو خبر ورکړی دی.
همت د ملکی مرګ ژوبلې په اړه ویلي، دوی ته تر اوسه د اوه لس ملکي وګړو جسدونه ور وړل شوي، په داسې حال کې چې دغه شمیر تیره ورځ ۱۳ کسان وو.
د مرکزي روغتون مشر د ټپیانو شمیر بیا یو سلو اویا تنه ښودلی دی.
شاه رسول غزنوي

Comments