کمانډو ځواکونو د طالبانو زندان مات کړی

comments 0

191 Views

هندوکش ـ لښکرګاه:افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو له یو زندانه یو سلو پنځه تنه آزاد کړي دي.

دوالي ویاند عمرځواک وایي، کمانډو ځواکونو تېره شپه په کجکي ولسوالۍ کې پر دغه زندان عملیات کړي دي. ځواک وایي په عملیاتو کې ټول یو سلو پنځه زندانیان آزاد شوي چې پنځه ښځې او دوه ماشومان هم په کې شامل دي.

د ځواک په خبره، دعملیاتو په مهال نښته هم شوې چې کمانډو ځواکونو ته زیان نه دی اوښتې خو څلور طالبان وژل شوي دي.

د والي ویاند وایي په عملیاتو کې د زندان یو ساتونکی له بل شکمن کس سره نیول شوی دی .

طالبانو بیا د زندان ماتیدو پخلی کړی او ویلي یې دی د دوی پر دوو زندانونو چاپې وهل شوي دي چې درې نوي زندانیان ترې ازاد شوي دي.

د طالبانو په وینا دا په جنايي پېښو کې نیول شوي کسان وو.

Share this page to Telegram

Comments