کمانډو د طالبانو زندان مات کړ

comments 0

هندوکش – غزني: تېره شپه غزني کې افغان کمانډو ځواکونو د طالبانو زندان مات او اته دیرش زندانیان ترې ازاد شوي دي.
د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، دا عملیات تیره شپه د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د اب بند ولسوالۍ کې کړي دي.
نوري وايي، دا د طالبانو یو له مهمو زندانونو وو چې د امنیتي ځواکونو افسران هم په کې بندیان و.
د عملیاتو په مهال لس طالبان وژل شوي نهه یې نیول شوي او د یو موټر بم سربیره د وسلو او چاودیدونکو توکو یوه زېرمه، څلور عرادې موټر سایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
د والي ویاند وايي، عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
طالبانو منلې چې زندان یې مات شوی دی.
شاه رسول غزنوي

Comments