کلیو کې د ټاکنو نیمایي مرکزونه بند دي

comments 0

هندوکش – کابل: د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا وایي، افغانستان کې د سرتاسري ټاکنو امکان ډیر کم دی.
د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا مشر یوسف رشید وایي، نږدې ۵۰ سلنه مرکزونه په کلیو کې تړل شوي چې په دې سره به نیمايي اوسیدونکي له خپل حق بې برخې شي.
ددغه بنسټ شمېرنې ښي چې ۵۰ سلنه ولسوالۍ بیا لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي او د حکومت حاکمیت په کې کمزوی دی.
د ټاکنو کمېسیون د سرتاسري ټاکنو ترسره کېدل په ښه امنیت او د خلکو په پراخ ګډون مشروطوي.
د ټاکنو کمېسیون وایي، له امنیتي ارګانونو سره یې د ټاکنو د مرکزونو د امنیت طرحه شریکه کړې اړتیا ده چې په تطبیق کې یې همکاري وکړي.
له دې سره امنیتي ادارو ډاډ ښودلی چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د مرکزونو امنیت به ساتي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments