کابل کې ۲۵۰۰ کیلو ګرامه انفجاري مواد نیول شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت ریاست نه په خپور شوي خبرپاڼې کې راغلي چې کابل کې ۲۵۰۰ کیلو ګرامه انفجاري مواد کشف او ضبط شوي دي.
خبرپاڼه چې نن چهارشنبې خپره شوي د ملي امنیت ریاست ویلي دي چې : امنیتي منسوبینو د کابل په چهارآسیاب ولسوالې کې یو هینو موتر چې انفجاري مواد پکې ځاې پرځاې شوي وو له نیول کیدو وروسته خنثې کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دې ترهګړیز برید په تړاو نصرالله چې په حذیفه مشهور دې نیول شوې، چې نوموړي پلان درلوده چهارآسیاب له لارې ډک شوې موتر کابل ښار ته دننه کړې.
خبرپاڼې کې داسې هم ویل شوي چې طالب وسله والې ډلې تردې وړاندې خپل هدف په مشخصه توګه تعین کړې وو چې غوښتل یې کابل کې لوې ترهګریز برید ترسره کړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply