دفاع وزارت: په تیر 24 ساعتونو په هیواد کې لږ تر لږ 121 ترهګرو ته مرګ زوبله اوښتي

comments 0

هندوکش – کابل: د ملی فاع وزارت وایی، د هیواد امنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د 6 تن سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون 77 تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او 44 تنه نور ټپیان شوي دی .
د ملی دفاع وزارت په خپل ویب پانه کې لیکلی دي:
«دغه ګډ عملیات د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، غزني، کندهار، ارزګان، زابل،فراه، بادغیس غور، فاریاب، بغلان ، سرپل ، بلخ، نیمروز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يې د د کندز ولایت د خان آباد په ولسوالۍ کې د طالبانو د ۳ تنو سیمه ایزو قوماندانانو هریو عبدالرحیم مشهور په خادم ، بدر او ابوجان پاکستاني په شمول ۳۱ تنه طالب تروریستان وژل شوي ، ۱۱ تنه ټپیان او ۱۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي ، د غور ولایت د تیورې په ولسوالۍ کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي ، ۱۵ تنه ټپیان او ۱۸ کړي ماینونه کشف او شنډ شوي ، د هلمند ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان جهاد یار په شمول ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټر له منځه وړل شوي او د ننګرهار ولایت د شیرزادو او بتی کوټ په ولسوالیو کې د طالبانو د ۲ تنو سیمه ایزو قوماندانانو هر یو ملک عابد او صلاح الدین په شمول ۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۱۱ تنه د یو تن سیمه ایز قوماندان خالد په شمول ټپیان شوي دي ».
همدا راز وایی:
« په یادو عملیاتو کې غزني ولایت د اندړو او مرکز قلعه قاضی په سیمه کې ۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان ، د میدان وردګو ولایت د چک په ولسوالی کې د حقاني شبکې ۴ تنه غړي وژل شوي ، د پکتیا ولایت د ځدران په ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر له منځه وړل شوي او د فاریاب ولایت د پشتونکوټ په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوي دی».
یاد وزارت وایی ، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ چاڼیز ، ۱۴خاص کماندویي اویو شپنی عملیات د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې په لاره اچول شوي ، د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۰۵پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۲۳هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو شوي دي.
د یادونی وړ دی چې د ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو په وینا په دی ورستیو کې د تروهګرو تلفات د پخوا به پرتله دیري شوي دی.

Comments

Leave a Reply