کرېکټ: د ګلبدین او اصغر لانجه حل شوه

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د افغانستان د پخواني کپتان ګلبدین نایب او اوسني کپتان اصغر افغان ترمنځ یې “وروستۍ ګیلې پای” ته ورسولې. په هغې ویدیو کې چې د افغانستان د کرکټ بورډ په رسمي فیسبوک کې خپره شوې، ګلبدین نایب او اصغر افغان دواړه په کې یو بل ته غیږه ورکوي، یو بل ستايي او ټېنګار کوي چې د دوی ترمنځ هېڅ ډول ستونزه نشته.
ګلبدین نایب وايي: “زه د اصغر نه هم مننه کوم، د یو ورور په صفت باندې، د یو مشر په صفت باندې ماته راغی او زه یې کینولم، واقعآ دې کې د لیډرشیپ (مشرتابه) خاصیت شته. زموږ ګټه یووالي کې ده. کومه ویدیو چې ما کړې وه، خلکو ترې غلطه استفاده وکړه، زما قطعآ داسې مقصد نه و، خو بس انسان دی سهوه ترې کیږي. ”
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر فرحان یوسفزی د دوی دواړو ترمنځ ناست دی. اصغر افغان هم ټېنګار کوي چې د لوبغاړو ترمنځ کومه ستونزه نشته.
د ۲۰۱۹کال د نړیوال جام څخه مخکې اصغر افغان لېرې او پر ځای یې ګلبدین نایب کپتان شو. راشد خان او محمد نبي په ښکاره او د اصغر په ګډون د لوبډلې د مدیریت ځینو غړو د دغې پرېکړې مخالفت وکړ. افغانستان ټولې نهه لوبې وبایللې.
ګلبدین بېرته له کپتانۍ لېرې، راشد کپتان او اصغر یې مرستیال شو. خو تېره اونۍ کرکټ بورډ راشد له کپتانۍ لېرې او اصغر یې د هغه پر ځاې کپتان او راشد یې مرستیال کړ. دا وار ګلبدین نایب پر دغې پرېکړې کلک اعتراض وکړ.
هغه په خپل فیسبوک کې په ژوندۍ خپرونه کې وویل: “تر څو چې اصغر افغان کپتان وي، زه د افغانستان لپاره کرکټ نکوم. زه هغه چا سره نه ځم چې د وطن او د دغه وطن له بیرغ سره یې خیانت کړی وي. ”
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments