کریس الکسانډر: په افغانستان کې جګړه د پاکستان لخوا پیل شوې، ناټو دې جدي اقدام وکړي

comments 0

هندوکش ــ کابل: ناټو له تېرو ۷ کلونو راهیسې په افغانستان کې د ترهګري ضد هیڅ اقدام نه دی کړی.
افغانستان کې د کانډا پخواني سفیر کریس الکسانډر یو ځل بیا په خپلو تازه څرګندونو کې پر ناټو غږ کړی، چې پر خپلو راتلونکو غونډو کې دې افغانستان کې د ترهګري په اړه ژور او هر اړخیز بحثونه وکړي او همدا راز دې په یاد هېواد کې د پاکستان له لوري پیل شوې لوبه پای ته ورسوي.
نوموړي ویلي، چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې میدان د ګرم ساتلو په موخه په خپل کور کې ترهګرې ډلې روزي او دا نړۍ ته مالومه شوې، چې یاد هېواد د ګڼ شمېر ترهګرو پټنځای دی؛ نو اوس ناټو ته په کار ده، چې په پاکستان فشار راولي او افغانستان کې دې نوره پیل شوې جګړه بس کړي.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پاکستان د افغان سولې پروسه کې دوه مخي توب کوي؛ له یوې خوا روزل شوي جنګیالي افغانستان ته رالېږي او له بل پلوه د افغان سولې پروسه کې د رول لوبولو دعوې کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments