کرکټ ملي لوبډلې سریلنکا ته ماتې ورکړه

comments 0

هندوکش – شارجه: افغان کرکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه له سریلنکا هېواد وګټله.
دا لوبه د دوشنبې په ورځ پيل شوه چې پچه یې افغان لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه.
افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو پنځوس اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۲۴۹ منډو هدف وټاکه چې لوړې منډې پکې رحمت شاه وکړې.
سریلنکا لوبډلې و نه شو کولای چې یاد هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي یې وسوځیدل.
په دې سره افغان لوبډلې سریلنکا ته د ۹۱ منډو په توپير ماتې ورکړه.
سریلنکا هېواد د اسیا جام له سیالیو بهر شو او افغان لوبډلې مخکې تګ وکړ.
آرش احساس

Comments