کرکټ: مس عینک لوبډلې بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه

comments 0

هندوکش – کابل: د افغان کرکټ په یوه ورځنیو سیالیو کې مس عینک لوبدلې بند امیر لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه او دریمه پرله پسې بریا یې خپله کړه.
په کابل کې د افغان کرکټ لوبډلې یوه ورځنې سیالې چې له یوه میاشت په دیخواه په لاړه اچول شوې تیره ورځ مس عینک او بند امیر لوبډلو ترمنځ سیالې ترسره شوې چې په لومړې کې مس عینک لوبډلې په یوه کمزورې توپ وهنې پایله کې په ۳۷٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۶۰ منډې جوړې کړې.
مس عینک لوبډلې لپاره رحمت شاه په ۳۱ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۹ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی توپ وهونکی ثابت شو.
د بند امیر لوبډلې لپاره امیر حمزه، نجات مسعود، نصرت الله او محمد ابراهیم دوه دوه او ابراهیم ځدران یوه وېکېټه واخیسته.
ځوابي توپ وهنې کې د بند امیر لوبډلې ۲۹ اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د احسان الله غوره توپ وهنې په مرسته ۱۶۲ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په شپږ وېکېټو وگټله.
بند امیر لوبډلې لپاره احسان الله په ۸۲ توپونو د اوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۶ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و.
مس عینک لوبډلې لپاره رحمت شاه ۲ او ضیاءالرحمن او ظاهر خان یوه یوه وېکېټه واخیسته.
آرش احساس

Comments