کرکټ بور هندوستان او بنګله دیش پر وړاندې لوبډله اعلان کړه

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان کرکټ بورد نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بنګله دیش او هند پر وړاندې لوبو لپاره یې پوره چمتو والې نیولې دې.
د خبر له مخې کرکت بورد د بنګله دېش پر خلاف د درېیو شل اوریزو لوبو او د هند خلاف د لومړۍ ټېسټ لوبې لپاره د ملي او نولس کلنو لوبډلو د لوبغاړو په ګډون یو شمېر هغه لوبغاړي هم شامل دي چې په کورني کرکټ کې ښه ځلېدلي وو.
د بنګله دېش خلاف د درېیو شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره په اعلان شوې لوبډله کې شهزاد محمدي، نجیب الله ترکی، عثمان غني، اصغر ستانکزی،نجیب الله ځدراڼ، سمیع الله شینواری، شفیق الله شفق، دروېش رسولي، محمد نبي عیسی خېل، ګلبدین نایب، کریم جنت، راشد خان، شرف الدین اشرف، مجیب ځدراڼ، شاپور ځدراڼ او افتاب عالم شامل دي.
ټاکل شوې دغه لوبې د جون پر درېیمه، پنځمه او اوومه نېټه د هند په دهېرادون ښار کې وشي.
د هند پر خلاف د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې د لومړنۍ ټېسټ لوبې لپاره په اعلان شوې لوبډله کې، چې د جون پر ۱۴مه نېټه په بنګلور ښار کې پيلېږي، شهزاد محمدي، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتی، اصغر ستانکزی، ناصر جمال، حشمت الله شهیدي، افسرځاځي، محمد نبي عیسی خېل، راشد خان، ظاهرخان، حمزه هوتک، سید احمد شیرزاد، یمین احمدزی، وفادار مومند او مجیب ځدراڼ شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې نړۍ په کچه اوسمهال د افغان کرکت لوبډلې څلور کرکټران لوبیږي او ښه هم ځلیدلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments