کرکټ بورډ خپلواکي تضمین کړه

comments 0

هندوکش – کابل: کرکټ بورډ د ورزش او تربیت بدني په نوي قانون کې خپل خپلواکي تضمین کړه.
تیره ورځ د کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل، د چارو ادارې د استازو او د عدلیې وزارت د تقنین رییس ترمنځ رسمي ناسته کړې.
د کرکت بورد ویاند فرید هوتک وایي، په دغه ناسته کې درې واړه لوري دې پایلې ته رسېدلي، چې د افغانستان کرکټ بورډ، هیڅ کومې حکومتي ادارې ته ځواب ویونکی نه دی او نه هم هغوی له دغې ادارې څارنه او نظارت کولی شي.
د هوتک په خبره، د افغانستان کرکټ بورډ به ټولې اړوند چارې د خپل بنسټ لیک (اساسنامې) او کرکټ نړیوالې شورا د قوانینو په رڼا کې ترسره کوي.
فرید هوتک وایي، کرکټ بورډ به د خپلو فعالیتونو او کړنو راپور یوازې او یوازې ولسمشر ته چې د کرکټ بورډ اعلی سرپرست دی؛ وړاندې کوي.
ټاکل شوې چې دغه قانون به ډېر ژر په یوه رسمي جریده کې خپور او نافذ شي.
آرش احساس

Comments