کرکټ بورد تمریناتي کمپ لپاره نوملړ اعلان کړ

comments 0

هندوکش – کابل: کرکټ بورد څخه په خپور شوي خبر کې راغلي چې یو رسنیز کنفرانس پر مهال کرکټ بورد راتلونکي تمریناتي کمپ لپاره یو 44 کسیز نوملړ اعلان کړې دې.
دا په داسې حال کې ده چې، افغانستان د آیرلینډ سره په راتلونکې فبروۍ او مارچ میاشت کې پنځه یو ورځنۍ درې شل اوریزې او یوه ټېیسټ سیالي لري چې د دې تمریناتي کمپ هدف همدې سیریز ته د لوبغاړو پوره چمتو والی دی.
د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزي په خبري کنفرانس کې ویلي چې د دې کمپ موخه د لوبغاړو د ظرفیت لوړونه، د لوبغاړو ذهنونه جوړول، چټک توپ اچونکي برابرول او الراونډران پیدا کول، ترڅو د آیرلینډ، سکاټلینډ او راتلونکي( ۲۰۱۹) کال نړیوال جام سیالیو لپاره لوبډله تیاره کړو.
د غوراوي کمېټې له لورې د لوبغاړو نوملړ په لاندې ډول دې:
راشد ارمان، محمد نبي، دولت ځدران، نورعلي ځدران، حضرت الله ځاځی، ظاهر خان، کریم جنت، نجیب الله تره کی، عثمان غني، ګلبدین نایب، محمد شهزاد محمدي، جاويد احمدي، احسان الله جنت، حشمت الله شهيدي، رحمت شاه، سميع الله شینواری، ناصر جمال، اصغر افغان، درویش رسولي، شاهد کمال، نجیب ځدران، شفیق الله شفق، رحمن الله ګربز، اکرام علي خېل، افسرځاځی، منیر احمد، افتاب عالم، سعید شیرزاد، شاپورځدراڼ، فضل الحق، وفادار مومند، يمين احمدزی، ضیاالرحمن شریفي، فريد ملک، عظمت الله ، میرویس اشرف، مجیب الرحمن، شرف الدین اشرف، ضياالرحمن اکبر، وقار سلام خیل، حمزه هوتک، عبدالواسع، عبدالباقي او قیس احمد شامل دي.
د یادونې وړده چې افغانستان به د آیرلینډ وروسته د سکاټلینډ سره دوه نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ هم ولري او همداراز په مۍ میاشت کې به ۲۰۱۹ کال نړیوال جام هم په انګلستان کې پیل شي.
آرش احساس

Comments