کرونا ویروس سره مبارزې لپاره ۳۴ ولایتونو ته ۲،۳ میلیارده افغانۍ واستول شوې

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان مالیې وزارت له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۳۴ ولایتونو ته ۲،۳ میلیارده افغانۍ استولې دي.
مالیې وزارت وايي دغه پیسې یې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ استولي او دا رقم د هغو ۶،۶ میلیارده افغانیو برخه ده چې د عامې روغتیا وزارت ته د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ورکړل شوې دي.
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وویل، دا پیسې د افغانستان له ملي بودجې څخه تعدیل شوي دي او مستقیماً د ټولو والیانو په واک کې ورکړل شوې دي.
خو که د ملي بودجې پیسې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ورکړل شي، د هغو پروژو برخلیک به څه وي چې د ملي بودجې د سند له مخې ورته دا پیسې ځانګړې شوې وې؟
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي: “دا ټولې پیسې د افغانستان له ملي عوایدو څخه دي. ولې چې کله نړیوال همکاران هغه مرستې چې موږ ته‌یې راکوي، له هغې څخه بېرته مو پیسې په ملي بودجه کې اضافه کوو، څو هغه پروژې چې په پلان کې دي او یا نور موارد دي، له ستونزو سره مخ نه‌شي.”
د مالیې وزارت له‌خوا په دې پیسو کې تر ټولو ډېرې یې درې ولایتونو ۵۰۰ میلیونه کابل، ۴۰۰ میلیونه‌یې هرات او ۱۵۰ میلیونه‌یې بدخشان ته ځانګړې شوې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments