کرونا ویروس: خوست ته له درېو ولایتونو پر ورتګ بندیز

comments 0

هندوکش ــ خوست: د خوست والي حلیم فدايي رسنیو ته وویل، دا ګام یې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره اخېستی او د اوس لپاره به تر درېو اونیو پورې د خوست او نورو ولایتونو ترمنځ لارې تړلې وې.
له دې بندېزه د پوځ او پولیسو سرتېري، د خوراکي موادو او درملو لېږدونکي ګاډي وتلي دي.
حلیم فدايي له خلکو وغوښتل، چې د ځانونو او کورنیو د روغتیا ساتنې لپاره دې خوست او له خوسته بهر سیمو ته له تګ راتګ ډډه وکړي.
تر اوسه په خوست کې د کورونا وایرس هېڅ مثبته پېښه نه ده لیدل شوې.
عمران احمدزی

Comments