کرونا ویروس: افغانستان کې پر کرونا اخته لومړی کس ومړ

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په هیواد کې یو تن د کورونا وایرسو له وجې مړ شوی دی.
دا له کله چې د کورونا وبا په نړۍ کې خپره شوې، په افغانستان کې د دې وایرسو لومړنۍ قرباني ده.
د روغتیا وزارت ویندوی وحیدالله مایار رسنیو ته وویل، په کورونا وایرسو مړ شوی کس ۴۰ کلن دی او د بلخ ولایت اوسېدونکی دی.
د عامې روغتیا وزارت د تازه معلوماتو تر مخه د شپږ نویو پېښو په ثبت سره په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۴۰ ته ورسیدو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments