کرنې وزارت آی اف ای ډي په مرسته د اوبو لګولو 31 تړونونه لاسلیک کړل

comments 0

هندوکش – کابل: د کرنې وزارت مطبوعاتي دفتر حخه په خپور شوي خبر کې راغلي چې یاد وزارت د نړیوال مستندوی صندوق په وسیله د اوبو لګولو یو ډیرش تړونونه لاسلیک کړي دي.

د دغه وزارت وياند اکبر رستمي وايي، دغه تړونونه نن د چهارشنبې په ورځ لاسليک شول چې له مخې به يې ۳۱ د اوبو رسولو شبکې جوړيږي په وينا يې دغه شبکې به شاوخوا پنځوس زره جريبه ځمکه خړوبه کړي.

نوموړی وايي، له یادو شبکو به بزګرانو ته زياته ګټه ورسيږي زياتوي د دغه شبکو له اوبو به ۸۶۸۵ بڼوال او بزګران ګټه ترلاسه کړي.

د ياد وزارت  د مسؤولينو په وينا، دغه شبکې د کرنې د پراختيا لپاره د نړيوال مرستندوی صندوق ” IFAD” له خوا تموليږي چې د کرنې وزارت له خوا به يې چارې په دوو برنامو کې پلې شي.

د کرنې وزارت مسؤولين وايي، د يادو شپکو په جوړولو سره به د اوبو د ضایع کيدلو شل سلنه مخه ونيول شي، او د اوبو مديريت به هم ښه شي چې ورسره به کرنيز محصولات تر پخوا زيات توليديږي.

د افغانستان د نهرونو او رودونو اوبه په اوسط ډول په کال کې ۵۷ اووه پنځوس ميليارده متر مکعبه اوبه ته رسيږي چې د افغان کډوالو لپاره د ډنمارک مرستندویه کمېټې ډاکار DACAAR د راپور پر بنسټ د دغه اوبواووه څلوېښت سلنه پرته له دې چې په افغانستان کې وکارول شي له هېواده بهر ځي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments