کرمه کې چاودنې ۵ پاکستاني پولیس ووژل

comments 0

هندوکش – پاکستان: له کرمې ایجنسۍ راپورونه وایي، نن سهار د پاکستاني پولیسو په موټر د ماین چاودنه وشوه چې پنځه پولیس پکې ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
د کرمې اوسیدونکي چې د پېښې عیني شاهدان وایي، ماین د سړک غاړې ځای په ځآی شوی و چې د پولیسو په ډاټسن موټر چاودنه کړې ده.
دا سیمه د ترهګرو پټنځای بلل کیږي چې وسله والو پکې روزنه ګوري او له پولې دې غاړې د افغان دولت پرضد جګړه کوي.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply