کرزي صاحب ته پرانیسته لیک // نوید احمد څرک

comments 0

شاوخوا دولس کاله مخکې له تاسره د امریکا په شمول ټوله نړۍ او د افغانستان تقریباً ټول ملت ودرید.
دوی په تا باندې اعتبار وکړ. دوی دا فکر کاوه چې ته به دې ځوریدلي ملت ته نور امن او سوکالي راولې، خو سره له دومره امکاناتو او قدرته ته لاړې د هماغو زړو غلو او قاتلو جنګسالارانو لمن دې ونیوله.
کله به دې د مجددي او ربانې لاسونه ښکل کول او کله به دې سیاف، دوستم او فهیم ته سر ټيټ نیولی وو.
تا کولای شول چې افغانستان له دغو جنګسالارانو څخه د تل لپاره خلاص کړې خو تا ملت او نړیواله ټولنه شاته وغورځول او په ځای دې يې دغه خلک ځانته را نژدې کړل.
سره لدې هم ملت او نړیوالې ټولنې په وار وار د عمل په میدان کې دا وښودله چې دوی له تا سره ولاړ دي او دغه جنګسالارانو چې تا ځانته نژدې کړي دي بیا بیا وښودله چې دوی د لستوڼي ماران دي او په پټه او ښکاره ستا پښې وهي.
حتا دا ځینې خو بیخي ولسمشر پریږده چې د سړي په سترګه هم درته نه ګوري. خو ته بیا هم دوی له ملت نه ځانته نژدې ګڼې.
تا د ملي وحدت په نامه د هر قوم غله او قاتل جنګسالاران خپل شاوخوا ته را ټول کړل، دغه جنګسالاران نه د کوم قوم استازیتوب کوي او نه هم د خپل قوم غم ورسره دی، دوی یوازې خپلو ګټو ته وفادار دي او بس، تا باید د دغو جنګسالارانو په ځای پخپله دغه قومونه ځانته نژدې کړي وای.
کرزی صیب! لس کسو محصلینو یو څو ورځې د لوګې د احتساب په نامه ډرامه جوړه کړه تا د هغوی غوښتنې ومنلې ځکه چې د هغوی شاته سیاسي فشار وو او دغه فشار ستا نه ځینې سیاسي کړۍ خفه کولای شوې، خو په سلګونو محصلین او استادان چې شاوخوا دا درې هفتې متواتر مظاهرې کوي ته پرې هیڅ غوږ هم نه ګروې، ځکه دوی په تا سیاسي فشار نشي راوړلای.
ستا ټول کارونه د ملي ګټو په ځای د شخصي مصلحت په بنیاد دي، له خپل سلاکار او معاون نه واخله تر وزیر، معین، والي، ریس، د امنیې قومندان او هربل دولتي پوست پورې دې د معیار په ځای په شناخت ډک کړی.
تر اوسه دې خپلو شخصي ګټو ته په ملي ګټو ترجیح ورکړې. خو باید پوه شې چې یوه ورځ به دا کار تا هم د ملي خاینینو په کتار کې ودروي.
کرزی صیب! ته هغه طالبان او د هغوی سره مرسته کوونکي خپل وروڼه ګڼې کوم چې هره ورځ ستا د ملک ماشومان، ښځې او بیګناه وګړي په ډول ډول غیر انساني لارو وژني.
دوی ته په ورور ویلو سره ته له خپلو هغه افغانانو سره خیانت کوې چې هره ورځ د طالبانو په وجه د غم په تغر کښيني، هغه طالبان چې ته ورته وروڼه وايې تا خپل ستر دښمن ګڼي او هغه افغانان چې تا خپل ولسمشر ګڼي او د امید سترګې يې ستا په لور دي، ته يې په دې ډول خبرو په پرهرونو مالګې دوړوې، سمه ده طالب ته ورور ووایه خو دا هم ورته ووایه چې د ملت لپاره به له خپل ورور سره هم دښمني وکړې.
دومره نرمي چې ته له طالبانو سره کوې کاش چې تا له خپلو امنیتي ځواکونو سره چې ستا د حکومت د ساتلو لپاره شپه او ورځ قربانیانې ورکوي، هم کولای.
دوی چې په کومه سیمه کې عملیات وکړي او طالبان او د هغوی حمایه کوونکي ووژني او یا يې توقیف کړي، ته په هغه سیمه کې د دوی عملیات بند کړې. ته د دې په ځای چې د خپلو ځواکونو دفاع وکړې او د هغې سیمې په اړه په حقیقت ځان پوه کړې د هغه ځای طالب پلوه يا د طالب پواسطه په زور رالیږل شویو سپین ږیرو خبرې منې.
لږ خو د نورو هیوادونو مشرانو ته هم وګوره چې خپل امنیتې ځواکونه څومره نازوي، د مسلح قواوو د عمومي قومندان په حیث ته نه یوازې افغان ځواکونه هغومره چې باید حمایه شي نه حمایه کوې بلکه په اکثره ځایونو کې د دوی لاسونه هم ورتړې. دا ځکه هره ورځ ستا لسګونه امنیتي ځواکونه زخمي او وژل کیږي او هر کال ستا شاوخوا پنځوس زره عسکر ستا پوځ د خپل قرارداد له ختمیدو نه مخکې پریږدي.
کرزی صیب! ته باید خپلې ملي ګټې وپيژنې، هر هغه څه چې د ملت او دولت ګټه پکې وي هغه ستا ملي ګټې دي. د ولسمشر په حیث ستا یو تعهد دا دی چې ته به ملي ګټو ته په شخصي ګټو لمړیتوب ورکوې او خپلې شخصي ګټې به په ملي ګټو لپاره قربانوې. په اوس وخت کې د افغانستان ملي ګټې زمونږ د امنیتي ځواکونو تقویه او جنګي وسایل دي، زمونږ د سرکونو او ډیمونو رغول دي، زمونږ د زده کوونکو ښوونځيو ته لیږل او د دوی لپاره ښوونځي او درسي مواد برابرول دي، د بیان آزادي ساتل دي، ……..
کرزی صیب! تا تر اوسه پورې د خپلو ملي ګټو په رڼا کې د هیڅ بهرني دولت لپاره هم کومه سمه پالیسي جوړه نکړای شوه. ته تر اوسه پوه نشوې چې ستا ملي ګټې له چا سره ډیرې خوندي دي. یوه ورځ له امریکا سره د نزدې کیدو خبرې کوې، بله ورځ له ځانه شیر جوړ کړې ، بله ورځ ورته کنځا کوې ، کله يې دوست ګڼې او کله يې له دښمن سره په ملګرتیا تورنوې. حال دا چې همدا امریکا ستا د دولت ډیره او ستا د امنیتي ځواکونو ټوله بودیجه (شاوخوا ۶ ملیارده ډالره) درکوي او همدارنګه ستا د حکومت د ساتلو لپاره يې خپل ډیر ځوانان او ډیر دولت قربان کړی.
تا باید د امریکا لپاره یوه ځانګړې تګلاره درلودای چې هم دې د هغوی مداخله په افغان امورو کې کمه کړې وای او هم دې خپلې ملي ګټې خوندي کړي وای. دا دولس کاله باید تا د امریکا لپاره یوه داسې ستراتیژي درلودای چې د افغانستان ګټې پکې په نظر کې نیول شوې وای.
همدارنګه ته یوه ورځ پاکستان ته ورور اسلامي ملک وايې او بله ورځ يې د ترهګرو سره په مرسته تورنوې، یوه ورځ دپاکستان د دفاع لپاره ان له امریکا سره جنګیږي او بله ورځ بیا وايې چې هغه ترهګر چې افغانان وژني په پاکستان کې دي، یوه ورځ ورته سوال او زاري کوې او بله ورځ ورته اخطارونه ورکوې. دا نه سیاست دی او نه هم ښه پالیسي. دا ځکه خو پاکستان اوس ستا په خبرو هیڅ سر نه ګروي. خپل حیثیت خو پریږده چې د وطن حیثیت دې هم ورته کم راوستی.
کرزی صیب! تا ته له خپل ملت نه د ایران دولت ډیر نژدې دی. ريښتیا هم د پيسو زور د رایو تر زوره ډیر دی ځکه ملت یوازې تاته رایه درکړې خو د ایران دولت درته په بوجیو بوجیو پیسې درکړي. ډیر د شرم ځای دی چې ته خپل ملت ته پدې په قهر يې چې هغوی د ایران په ضد مظاهرې وکړې. پر امنه مظاهرې او د بیان آزادي د هر افغان قانوني حق دی. او د ایران د غیرقانوني مداخلو په ضد پرامنه مظاهرې بیا د هر افغان ملي دنده ده.
کرزی صیب! د افغانستان په تاریخ کې افغانانو ته د خپل ملک د جوړولو لپاره داسې موقع په لاس نه وه ورغلې کومه چې تا ته د ۲۰۰۱ کال په اخر کې په لاس درغله. تا کولای شو چې د نړۍ په ملاتړ دې دا ملت د پرمختګ او سوکالۍ په لور روان کړی وای. خو چې د دې وس دې په ځان کې نه درلود چې افغانستان ته کار وکړې نو ولې دې بیا ځان دوه ځل کاندیداوه؟ نه دې بل چا ته دا موقع ورکړه او نه دې پخپله وطن ته کار وکړ. تا د افغانانو یو طلايي چانس ضایع کړ. د نن سبا افغانان کیدای شي ستا پدې لویه غلطي سترګې پټې کړي خو زه مطمین یم چې تاریخ به تا ته د داسې چا په سترګه ګوري چا چې د دیرش میلونه افغانانو له سرنوشت سره لوبې کړي. ځکه تاریخ په هیچا هم رحم نه کوي.
کرزی صاحب! نور بس کړه. اوس خو دې څه د پاسه یوه لسیزه ((پاچاهي)) وکړه. ستا بدماشو جنګسالارانو ملت د تباهي په لور روان کړی. دا بدبخته ملت چې له یوې خوا يې طالب وژني او له بلې خوا يې ستا دغه بدماشان، د خپل دولت نه بغیر بل امید نه لري. د ملت همدا یو طالب دښمن بس دی له دولت سره هم د خلکو دښمني مه جوړوه. نور دې خپل دریز مالوم کړه. دوست او دښمن دې وپيژنه. د خپل ملت غږ دې واوره او فکر پرې وکړه. ځکه تا لدې ملت سره دې ډیره جفا وکړه، نور بس کړه.

Comments