کرزي د افغانستان په مسئله کې د امریکا د صداقت غوښتنه کړې

comments 0

هندوکش – کابل: حامد کرزي له ډیلي ټلګراف ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، طالبان دا ځل د سولې لپاره رېښتینې اراده لري، خو په وینایې باید ډاډ ترلاسه شي چې امریکا د سولې په نوم د بل څه په لټه کې نه ده.
کرزی وایي، د عامو افغانانو ترڅنګ طالبان هم له جګړې ستومانه دي او باید هڅه وشي چې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه شي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې لاسلیک کېدونکي توافق ته خوشبیني ښودلې، خو وایي د دې پروسې سره باید محطاطانه چلند وشي.
نوموړی وایي، کلونه وروسته اوس ټول په دې باور دي، چې طالبانو ته د ده له لوري د ورور خطاب ناسم کار نه و، ځکه په وینایې هغوی هم د افغانستان برخه دي او د تحمیلي جګړې قرباني دي.
حامد کرزی وایي، په افغانستان کې د واک د ترلاسه کولو په لټه کې نه دی، بلکې په وینایې هیله لري چې د افغان سولې پروسه بریا ته ورسوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments