کرخ کې ټرافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

comments 0

هندوکش ـ هرات: د هرات مسوولین وایي، په کرخ ولسوالۍ کې یو ټرافیکي پېښې دولس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د کرخ ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، پېښه تېر ماښام د ولسوالۍ په بازار کې د دوه سراچه ډوله موټرونو ترمنځ شوې ده.

د ځايي خلکو په خبره، پېښه کې لس کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د هرات د ملکي روغتون ویاند رفیق شیرزاد وايي، د پېښې له ځایه ورته اوه مړي او درې ټپيان ور وړل شوي دي.

Comments

Leave a Reply