کراچۍ کې ګرمۍ خلک له ګواښ سره مخ کړي

comments 0

هندوکش – پاکستان: د پاکستان کراچۍ ښار یو ځل بیا د تودو بادونو له ګواښ سره مخ دی.
د هوا پیژندنې اداره وايي په پام کې ده چې په را روانو څو ورځو یا اونیو کې به د تودوخي درجه ۴۵ سانتي ګرید ته پورته شي.
تیر ځل په کراچۍ ښار کې د تودخې لوړې درجې له امله ۶۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
حکومت ويلي دا ځل یې د تودخې د لوړې درجې له امله د پیښو د کابو کولو لپاره چمتو والی نیولی دی.
د ښار اوسیدونکي په داسې حال کې د برښنا له کمښت هم شکایت کوي.
دادان وزیري

Comments