کرام الدین کریم یو ملیون ډالر جریمه او له فوتبالي فعالیتونو محروم شو

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان د فوتبال فدراسیون مخکینې ریس کرام الدین کرام فیفا لخوا له فوتبالی فعالیتونو محروم او جریمه شو.
فیفا يا د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغانستان د فوټبال فدراسیون مخکېنی مشر څه باندې یو میلیون ډالر جریمه کړی.
د فیفا په ننني بیان کې راغلي چې کرام‌الدین کريم به له ټولو فوټبالي فعالیتونو هم محرومه وي.
د بیان له مخې پر کرام‌الدین کريم د افغان فوټبال د نجونو د ملي ټیم پنځو غړو تور لګولی چې له ٢٠١٣ تر ٢٠١٨ کاله‌يې په هغوی مکرر جنسي زور زیاتی کړی او ځورولي یې دي.
کرام‌الدین کریم په ځان لګېدلي تورونه رد کړي.

Comments